پر ماشومانو د موبايل لوبو اغېز

د ویډیو تشریح، پر ماشومانو د موبايلونو لوبو اغېز
د خپرېدو وخت

د شمېرو له مخې په لوېدیځه نړۍ کې له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو ترمنځ د ځیرک ټليفون کارونه زیاته شوې او نژدې ۶۰ سلنه ماشومان خپل ځیرک تېلېفون یا تابېلت لري.

د رواني چارو کارپوهانو اندېښنه ښوولې چې د ځیرک تېلېفونونو زیاته کارونه د ماشومانو خوب او ذهني وده اغېزمنوي. پاکستان کې هم د انټرنېټ اسانتیا او ارزانې بیې د ماشومانو تر منځ د ځیرک تېلېفونونو کارونه زیاته کړې.

په پيښور کي زمونږ همکار رحمان الله دپيښور پوهنتون د سايکالوژۍ څانګې مشرې پروفيسرې ډاکټر اېرم ارشاد سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې د ماشومانو د موبايل استعمال د منفي اغيزو په اړه پوښتلي.