د رځړو مټایي مو کله خوړلې؟

د ویډیو تشریح، د رځړو مټایي مو کله خوړلې؟
د خپرېدو وخت

د چارسدې د رځړو سیمې مټایي نه یوازې په پښتونخوا او افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې مشهوره ده او مینه وال لري.

د دې مټایۍ تاریخ ان سل کاله وړاندې ته ورګرخي، او هماغه کورنۍ یې لا هم جوړوي او پلوري.

ازاد خبریال طارق الله رځړو ته ورغلی او د دې مشهورې مټایۍ له جوړوونکي سره یې خبرې کړې دي.