پېښور کې د دلیپ کمار او راج کپور کورونو واک حکومت خپل کړ

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي پېښور
  • د خپرېدو وخت

"زه باوري یم چې کور او محله مې هلته په خپل ځای موجو دي."دا هغه خبرې دي چې د هند د بالیووډ وتلي ستوري دلیپ کمار د پېښور له قصه خوانۍ تر ستنېدو وروسته کړې وې.

نن حکومت د دلیپ کمار او راج کپور جایدادونو ملکیت خپل کړ او اوس به دا ځایونه خپل اصلي حالت سره ورغول شي.

د پښتونخوا د لرغونتوکو ادارې مشر عبدالصمدخان بي بي سي ته وویل، د پېښور مرستیال کمېشنر ورته ویلي چې دا جایداد دې ادارې ته سپارل کېږي او اوس مهال دغه میراث د نورو له لاسوهنې خوندي کړای شوی دی.

هغه وايي اوس یې د رغولو کار پیلېږي او په لومړي ګام کې به سنجول کېږي چې پر رغولو یې څومره لګښت راځي.

دلیپ کمار پر ۱۹۹۷ کال پاکستان ته تللو سره پېښور ته هم لاړ، ځکه غوښتل یې چې خپل کور او کوڅه وویني.

کله چې دی قصه خوانۍ ته ورسېد د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه شوه او له امله یې هغه خپل کور او کوڅه ونه لیدل.

کله چې په دې هکله یو ځل وپوښتل شو، ویې ویل، که هلته تللی نو باوري و چې خلکو ته ستونزه جوړېده، ځکه ترې تېر شو، خو ډاډه دی چې کور یې هم هلته شته او محله یې هم موجوده ده.

د هغه دا باور سم و، ځکه د پښتونخوا حکومت د دغو کورونو واک خپلولو کې بریالی شو او اوس به یې په خپل اصلي حالت خوندي وساتي.

خو داسې مالومات دي چې دا جایداد د کومو کسانو په لاس کې و، دلته یې سوداګریزه پلازه جوړوله او د همدې لپاره له داخله دا کورنه زیانمنېدل.

حکومت د دلیپ کمار او راج کپور د کورونو ترلاسولو سره دلته د موزیم جوړولو پلان لري، ځکه دا کورونه له هغو کسانو اخیستل شوي چې پرې ولکه یې لرله او په سرکاري ډول د راج کپور د کور بیه یو کروړ او پنځه پنځوس لکه(پنځلس میلیونه پنځه لکه) او د دلیپ کمار کور بیه اته اتیا لکه روپۍ ور کړل شوې ده.

د دلیپ کمار کور چېرته دی؟

حکومت مخکې هم د کپور حوېلۍ او دلیپ کمار کور د اخېستلو او پکې د موزیم جوړولو ته لېوالتیا درلوده، خو هغه مهال دا جایداد د ځايي خلکو ملکیت و.

د دلیپ کمار کور د قصه خوانۍ بازار په خدایداد محله کې دی او ټول مساحت یې هم څلور مرلې بلل کېږي.

دغه جایداد کې وداني له ۱۰۷۷ مربع فوټه ډېره ده.

دلیپ کمار د پېښور دورې پر مهال هندوکو کې خلکو ته په دغه کور کې د خپل ماشومتوب خاطرې وویلې.

هغه بالاخصار کلا او د خیبر لنډي کوتل ته هم لاړ.

هغه د خپل دې سفر په خاطرو کې د پېښور چپلي کباب او پلاو ځانګړې یادونه کړې.

د کپور بنګله

د پېښور تایخي بازار قصه خوانۍ په ډکي منور شاه کې یوه لویه بنګله اوس هم د تاریخي اثارو یوه نښه ده.

دا وداني له تاریخ له پلوه خپل اهمیت لري، خو دا اهمیت یې په دې ډېر شوی چې د کپور کورنۍ جایداد دی.

د راج کپور پلار پرتوي راج- چې مغول اعظم فلم کې یې د اکبر رول لوبولی- خپل ځان لومړنی هندو پښتون باله.

هغه بالیووډ کې د هنرمنانو لومړنۍ کورنۍ وه او تراوسه یې څلور نسلونه دلته رول لوبوي.

ډېری وخت به یې هند کې د پېښور هندکو ژبه هم ډېر ویاړ سره ویله.

ډکي منورشاه کې د کپور حوېلۍ په لوی شان شوکت سره د هغه تره بششر نات کپور پر ۱۹۲۲ کال جوړه کړې ده.

د پېښور وتلی لیکوال ابراهیم ضیا د پېښور هنرمنانو په نوم څېړنیز کتاب کې د راج کپور له پلار پرتوي راج کپور نیولې تر شاه رخ خان پورې د پېښور اړوند هنرمنانو یادونه کړې ده.

د کپور حوېلۍ اوس ډېر بد حالت کې ده، خو خپل دور کې یوه شانداره وداني وي.