د مشک اوبه مو کله څښلي؟

د ویډیو تشریح، د مشک اوبه مو کله څښلي؟
د خپرېدو وخت

مشکي هغه کس ته ویل کېږي چې په لارو کوڅو کې خاورو او دوړو د مخنیوي او پاکۍ لپاره اوبه شیندي. د ګڼو نورو لرغونو کسبونو په څېر مشکیان هم اوس ایله د ګوتو په شمېر پاتې دي. پېښور کې زموږ همکارې کوثر اعوان وحید د دې ښار یوه مشکي سره د هغه د ژوند او کار په اړه خبرې کړې دي.