د باچا خان نږور نسیم ولي خان د ۸۵ کلونو په عمر ومړه

د ویډیو تشریح، د باچا خان نږو نسیم ولي خان د ۸۵ کلونو په عمر ومړه
د خپرېدو وخت

د پښتون مبارز عبدالغفار خان (باچا خان) نږور او د خان عبدالولي خان مېرمن نسيم ولي خان د ۸۵ کلونو په عمر مړه شوې ده.

نن یکشنبه مازدیګر شپږ بجې یې د چارسدې ولي باغ کې جنازه ده او د خان عبدالولي خان د قبر ترڅنګ به خاورو ته وسپارله شي.

مېرمن نسیم ولي خان په ۱۹۳۳ کال کې زیږېدلې وه او د یوې مودې لپاره یې د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشري هم پرغاړه وه.