پېښورۍ څپلۍ

د ویډیو تشریح، پېښورۍ څپلۍ
د خپرېدو وخت

په پېښور کې جوړېدونکې د څرمنې څپلۍ اوس په ټوله نړۍ کې مینه وال لري‌ او له افغانستان او پاکستان بهر نورو ګڼو هېوادونو کې هم کارېږي.

پېښورۍ څپلۍ د دې ښار یو سمبول هم بلل کېږي او ډېر کله یې خلک یو بل ته د ډالۍ په توګه ورکوي.

پېښور کې زموږ همکارې کوثر اعوان وحید قصه خوانۍ بازار کې د دې څپلیو له یوه پخواني سوداګر سره خبرې کړې دي.