کورونا، اختر او د پېښور بازارونه

د ویډیو تشریح، کورونا، اختر او د پېښور بازارونه
د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا حکومت سر له نن (می اتمه) په ټول ایالت کې د کورونا وبا له امله ټولبندیز اعلان کړی دی. دا په دې معنا ده چې د پښتونخوا خلک به کوچنی اختر هم په قرنطین کې تېروي. خو تاجران بیا ګیله کوي چې دې بندیزونو د دوی پر کاروبار ناوړه اغېز کړی.‌ پېښور کې زموږ همکاره کوثر اعوان وحید له یوه ځایي سوداګر سره غږېدلې ده.