"غواړم پراشوټ سره له الوتکې ټوپ وکړم"
د خپرېدو وخت
پاراګلایډنګ (Paragliding) له الوتکې یا لوړ ځایه ټوپ وهل او بیا د مصنوعي وزرو په مرسته هوا کې الوتلو ته وایي.
دا تر ډېره د نارینه و لوبه بلل کېږي، خو د پېښور اوسېدونکې بېنظیر اعوان د پښتونخوا لومړنۍ مېرمن ده چې دا لوبه کوي.
بېنظیر وایي، غواړي په راتلونکي کې د پراشوټ په مرسته له الوتکې ټوپ وکړي.
پېښور کې زموږ همکارې کوثر اعوان وحید له بېنظیر سره خبرې کړې دي.