د پښتنو دودیز واده او "ډولۍ"
د خپرېدو وخت
پخوا وختونو کې به پښتنو د واده ناوې په "ډولۍ" کې راوستله، خو د وخت په تېرېدو او د موټرو او نورو اسانتیاوو په راتلو دا دود له منځه ولاړ.
خو د پښتونخوا کوز دیر کې یو ځایي مشر دا دود یو ځل بیا تازه کړ او د خپلو زامنو واده کې یې ناویانې په "ډولۍ" کې راوستې.
ازاد خبریال طارق الله دې واده ته ورغلی و او له ځایي مشر سره یې د پښتنو د ودونو پر پخواني دود او کلتور خبرې کړې دي.