تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عرب شیخانو له خوا جنسي ځواکمنتیا لپاره پاکستان کې د نادره مرغانو ښکار
- Author, سحر بلوچ
- دنده, بي بي سي، اردو
- د خپرېدو وخت
۱۹۸۳ کال و، دوه پوځي افسران د پاکستان د سویل لویدیځ په یوه کوچني ساحلي ښار پاسني کې د موټرونو د کرایې د یوه دفتر مخې ته ودرېدل.
له دوی یوه د شرکت مسئول ته وویل: "کوم ښه موټر لرئ؟ باید یو عرب شیخ پنجګور ته ورسوو."
هغه مثبت ځواب ورکړ او خپل زوی حنیف یې ورسره واستاوه چې موټر وروښيي.
د هغوی دا موټر شهزاده سرور بن محمد ال نهیان ته چې د متحدو عرب اماراتو له شپږو شاهي کورنیو د یوې غړی دی، پکار و.
دغه اماراتي شهزاده غوښتل په دې موټر کې شاوخوا سل کیلومتره لېرې پنجګور ته د افریقايي هوبره د ښکار لپاره ولاړ شي.
افریقايي هوبره نادره مرغه دی چې د ځینو په اند غوښه یې جنسي ځواک پیاوړی کوي.
د شیخ موټر خوښ شو او حنیف یې چې هغه مهال ۳۱ کلن و له ځان سره واخیست.
حنیف، چې اوس په حاجي حنیف مشهور دی وايي، همدا د یوې اوږدې ملګرتیا پیل و.
له هغې ورځې ۳۷ کاله تېرېږي خو هغه لا هم د شاهي کورنۍ د هغو غړو پالنه کوي چې هر کال د هوبرو د ښکار لپاره پاکستان ته ورځي.
دغه منزوي الوتونکي د یو فیلمرغ په اندازه او نسل یې د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دی نو له همدې کبله یې ښکار- هم بحث پارونکی دی. خو لا هم د تفریح او ساعت تېرۍ لپاره ښکارېږي.
د پاکستان ځینې ځواکمن اشخاص له لسیزو راهیسې د خلیج شتمنو هېوادونو له بانفوذه څېرو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په پټه د دغه ښکار ملاتړ کوي.
هغوی چې د دغو تفریحي سفرونو ملاتړ کوي وايي دا کار پاکستان کې بوختیا او پانګونې ته د جدي اړتیا له مخې کوي.
خو دا چې پاکستان ته د دغو سفرونو څه ګټه رسېږي، واضیح نه ده. په دغه ښکار کې ځینې ښکیل کسان وايي د شاهي کورنیو غړي دا سفرونه یوازې د شخصي تفریح او ساعت تېرۍ لپاره کوي.
حاجي حنیف لا هم هر کال د نومبر او فبرورۍ میاشتو ترمنځ د شاهي کورنیو د غړو کوربه وي چې د بلوچستان ایالت له ستراتیژیک ګوادر بندر څخه موټر کې ختیځه خوا د یو ساعت په مزل دې پرتې سیمې ته ورځي.
هغه سږ کال د دغه ژمني ښکار له پای وړاندې بي بي سي ته بلنه ورکړه چې ورشي او د شاهي غړو ته د ده او همکارانو له تلوسې ډګ چمتوالی وویني. د پرتمینې بدرګې لپاره چمتوالی پاسني ښار کې نیول شوی چې ډیری اوسېدونکو ته یې د ژوند لومړنیو اړتیا وړ توکو ته لاسرسی لا هم یو خوب او خیال دی.
دوه کسان مو هرکلي ته راغلي وو چې موږ یې د هوايي ډګر له سړک څو کیلومتره هاخوا د حاجي حنیف پرتمینې ماڼۍ ته بوتلو.
د دوی د جیپ موټر نمبرپلیټونه د متحدو عرب اماراتو وو او له دې داسې محسوسېده چې ګواکې موږ د ابوظبۍ په یوه کوچنۍ برخه کې یو.
دا حس کور ته د ننوتلو پر مهال د ابوظبۍ د شاهي کورنۍ د یوې نسبتآ سترې نښې په لیدو سره لا پیاوړی شو چې په یوه ګوربت یا عقاب ښکلې شوې ده. دا کور د دې وچې او بې وزلې سیمې منځ کې د یوه زرغون بڼ په څېر جوړ شوی دی.
په چکر ورغلي شیخان لسګونو ځايي کسانو ته بوختیا برابروي.
څنګه چې ورسېدو ومولیدل چې څو کسان د شیخ له بازانو سره بوخت دي، نور پخلنځی پاکوي او یو شمېر نور د کور په ستر ګراج کې د موټرونو په ترمیمولو لګیا دي.
د خاکي جامو یو تن د میلمنو برخې ته بوتلو چې د عربي عطرو بوی ترې له ورایه خاته.
حاجي حنیف چې په راحت کوچ ناست و پوښتنه وکړه: "څنګه زموږ ځای مو خوښ شو؟" هغه چې ۷۰ کلنۍ ته نږدې دی، شاوخوا ځایونه راښودل او تېرو کلونو کې یې د عرب شیخانو د کوربتوب کیسې کولې.
نوموړي وویل: "چې د موټر مرسته مو ورسره وکړه - بیا راغی. تر ۱۹۸۸ کال پورې ما او پلار مې د شیخ ۲۰ موټرونه مدیریت کول، ځکه هغه پر موږ باور کاوه."
پاسني ته د شیخانو ورتګ ۳۵ کسانو ته عاید برابروي او هغوی د شاهي کورنۍ د غړو تر ورتګ ۳ میاشتې وړاندې ګومارل کېږي.
په دوی کې یو شمېر کسان د شیخ بازان د کوترو په مرسته روزې او پالنه یې کوي. درې کسان د شیخ د لیموانو د بڼ لپاره ګومارل کېږي او یو بل بیا د جامو مینځلو مسئولیت پر غاړه لري.
نور د پخلي او پاک کارۍ او دا راز د موټرونو جوړولو چاره پر مخ وړي. یوه کس ته د دې تنخوا ورکول کېږي چې پر موټرسیکل د افریقايي هوبرو د راټولېدو ځای مشخص کړي او په دې توګه شیخ موټر کې اوږد مزل ته اړ نه اوسي.
له حاجي حنیف سره درې زامن د عرب شیخانو مېلمه پالنه کې همکار دي.
مشر زوی یې د ګراج او د شیخ کارېدو ته د شلو 'ایس یو وي' موټرونو د چمتو ساتلو مسئولیت لري، منځنی یې د هغه ساتونکی او د امنیت مسئول دی او کوچنی یې ګوري چې هوبرې د بل چا لخوا ښکار او په ځايي تور بازار کې ونه پلورل شي.
پاکستان په ۱۹۷۳ کال د عربو د شاهي کورنۍ د غړو بلنه پیل کړه او له هغې راهیسې د خلیج له هېوادونو ګڼ کسان د افریقايي هوبرو د ښکار لپاره دغه هېواد ته ورځي. مهاجرې افریقايي هوبرې د ژمي پر مهال د بلوچستان سویل لویدیځ ته ورځي.
په ۱۹۸۹ کال ایالتي حکومت اسلام اباد کې د فدرالي چارواکو په ملاتړ دا چاره رسمي کړه او بېلابېلو شاهي کورنیو ته یې جلا سیمې ځانګړې کړې.
پاسني، پنجګور او ګوادر د متحدو عرب اماراتو شیخانو ته ځانګړې شوي دي. د ساحل په ګډون د اواران ناحیې جهال جهاو سیمه د ختیځ په لور د قطري شیخانو اړونده ده. او د بلوچستان شمال خوا لېرې پرته چاغي سیمه د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ په برخه رسېدلې.
د حاجي حنیف په څېر ځايي خلکو ته د دغو شاهي کورنیو د پالنې دنده ورترغاړې ده.
په ۷۰یمه لسیزه کې به شیخانو هر هغه ځای اړول چې هوبرې پکې موجودې وې. د ښکار مېلې به شاوخوا یو اوونۍ وخت نیوه او د شاهي کورنۍ غړو به ښار ته تر ګرځېدو وړاندې په خپلو پنډغالو کې همدغه ښکار کړي الوتونکي خوړل.
خو له کلونو راهیسې د بیلتونپالو د روانې وسله والې مبارزې له کبله د راپورته شویو امنیتي اندېښنو له اړخه د بلوچستان د سویل لویدیځ په بیدیاوو کې د پنډغالو جوړول او هلته اوسېدل خوندي نه ګڼل کېږي.
د شاهي کورنیو غړي اوس تر ډېره په هغو هوټلونو او کورونو کې اوسېدو ته ترجیح ورکوي چې د حاجي حنیف په څېر د دوی پېژندګلو جوړ کړي دي.
دوی له دغو کورونو خپلو موټرونو کې تر څو دقیقو مزل وروسته د دښتو هغو ځایونو ته د ښکار لپاره ځي چې ګومارل شویو کسانو له وړاندې ورته مشخصې او په نښه کړې وي.
ښکار داسې دی چې بازان په دودیز ډول د ګران بیه هوبرو په تعقیب پسې الوځول کېږي او له نیول کېدو سملاسي وروسته یې پر مرۍ چاړه راکښل کېږي. هرګوره ښکاریان په دغو مرغانو ډزې هم کوي.
په دې ورځو کې ډېری وخت میلمه پالونکي په غیرقانوني ښکار سره لومړی هوبرې نیسي او بیا یې د ښکاریانو په وړاندې د بازانو لپاره خوشې کوي.
د افریقايي هوبرو چې په اسیايي هوبرو هم پېژندل کېږي، ښکار له اوږدې مودې راهیسې په لانجمن بحث او موضوع اوښتې ده. دغه مرغان یو وخت د عربو ټاپووزمه کې ډېر موندل کېدل.
خو اوس د طبعیت د خوندیتوب نړیواله ټولنه "ای یو سي این" اټکلوي چې ټوله نړۍ کې به یې د ۵۰ او ۱۰۰ زرو ترمنځ ژوندي پاتې وي او له همدې کبله یې نسل د لمنځه تللو د خطر په سره کرښه کې دی.
ډېر پاکستانیان د دغه ښکار مخالف دي او دا کار د 'اربابانو' د (جنسي) تندې ماتېدل بولي، خو نور بیا دغه ښکار له وروڼو هېوادونو سره د ښو اړیکو لار او لامل ګڼي.
پاکستان له کلونو راهیسې د تیلو له اړخه د خیلج پر بډای هېوادونو کلک متکي دی او له هغوی ستر پورونه او پانګونې ترلاسه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی ویاند وايي دوی هڅه وکړه چې دغه "شرموونکې ننداره" پای ته ورسوي، خو بریالي نه شول. هغه وویل: "حکومت کې ډېرو ته دا روښانه ده، چې دغه سفرونه له دیپلوماتیک اړخه موږ لپاره بې ځایه او بې ګټې دي، خو ځواکمنو یې د دوام پرېکړه کړې ده."
دغه پخوانی چارواکی وايي تېرو ۲۵ کلونو کې د پاکستان او متحدو عرب اماراتو اړیکو وښوده چې پاکستان په بدل کې ترې "هېڅ" هم لاس ته نه دي راوړي.
پاکستان دا ژمی هم په دې هیله د متحدو عرب اماراتو د شهزاده ګانو ورتګ ته بې صبرانه سترګې په لار و، چې ګوندې د هغه دغه ښکاري سفر به اړیکو کې راپورته شوې ترینګلتیا کمه کړي.
متحدو عرب اماراتو په ۲۰۲۰ کال پاکستان د هغو هېوادونو نوملړ ته ور اضافه کړ چې وګړو ته یې دغه هېواد کې د کار ویزه نه ورکول کېږي، او دې چارې پاکستان ته د میلیونونو ډالرو د ورتګ سرچینه وچه کړه.
شنونکي وايي متحدو عرب اماراتو دا ګام د دې لپاره پورته کړی چې پر پاکستان د اسراییل او کشمیر په څېر مسایلو په تړاو د دریځ لپاره فشار راوړي. لومړی وزیر عمران خان او کابینه یې دا موضوع ردوي او ټینګار کوي چې ګواکې متحدو عرب اماراتو سره اړیکو کې څه ستونزه نشته.
په هره توګه داسې ښکاري چې پاکستان ته به دا ښکاري سفرونه دوام وکړي.
د پاکستان سترې محکمې هڅه وکړه چې دغه هېواد کې د هوبرو ښکار ته پای ټکی کېږي، خو د دې محکمې حکم هم یوازې یو کال دوام وکړ او لګول شوی بندیز په ۲۰۱۵ کال بېرته لغوه شوه.
د پاکستان حکومت آن د دغه بندیز پر مهال هم د منځني ختیځ ځواکمنو څېرو ته د مشخصو شرایطو له مخې د ښکار ځانګړی جواز ورکاوه.
حاجي حنیف د عرب شیخانو ورتګ "پاسني لپاره ګټور" ګڼي او ګواکې د دغو سفرونو د زمینې په برابرولو سره یې ښه کار کړی دی.
هغه وايي دغه شیخان پر دې سربېره چې ځايي خلک ګوماري، ترڅنګ یې څاګانې، ښوونځي او روغتونونه هم جوړوي.
یوازینۍ ستونزه پکې دا ده چې دغه ښوونځي ښوونکي او روغتیايي مرکزونه درمل او ډاکتران نه لري.
حاجي حنیف وايي: "شیخ یوازې ودانۍ جوړولی شي. دا نشي تضمینولی چې په هغو کې دې عمله هم موجوده وي. دا د ایالتي حکومت دنده ده."
خو له دې هر څه سره سره حاجي حنیف نه غواړي چې درې سره زامن یې د ده دنده پر مخ یوسي.
هغه وايي: "زه د شیخ خدمتګار یم، خو زړه مې نه غواړي چې زامن مې دې هم زما کار ته دوام ورکړي. دوی باید خپله لار تعقیب کړي، خپل کاروبار جوړ کړي او خپله ځان ته نوم وګټي. ما خپل ټول ژوند په دې لار کې تېر کړ او راضي هم ترې یم."