پېښور کې د نجونو لوبيزه مېله
د خپرېدو وخت
په پېښور کې د نجونو د لوبو پنځه ورځنۍ مېله پیل شوې چې په کې د پاکستان له ګڼو ښارونو نجونې برخه اخلي.
دا مېله د ښځو د نړیوالې ورخې (اتم مارچ) په مناسبت جوړه شوې او په کې د فوټسال، رسۍ کشۍ، ټېبل ټېنس او ګڼې نورې لوبې کېږي.
پېښور کې زموږ همکاره کوثر اعوان وحید د دې لوبو لیدو ته ورغلې او له یوې سمبالوونکې سره یې خبرې کړې دي.