پښتنه پېغله د اړمنو کسانو لپاره وينه راټولوي

د ویډیو تشریح، پښتنه پېغله د اړمنو کسانو لپاره وينه راټولوي
د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت سیمې یوې پېغلې یو کال وړاندې پېښور کې د اړمنو کسانو لپاره د وینې راټولولو کمپاین پیل کړ.

ګلالۍ ارشد وایي، د بلډ هيروز (Blood Heroes) په نامه د دې کمپاین موخه د هغو کسانو ژوند ژغورل وو چې په جدي توګه وینې ته اړتیا لري.‌

اوس دا کمپاین ټول پاکستان ته خپور شوی او څه باندې دوه زره کسان یې غړیتوب لري.‌

ازاد خبریال طارق الله له ګلالۍ ارشد سره د هغې کمپاین په اړه خبرې کړې دي.