پېښور کې د دليپ کومار کور کنډواله شوی
د خپرېدو وخت
د پېښور زاړه ښار کې د بالیووډ سینما د مشهور ستوري دلیپ کومار کور لا هم شته، خو اوس په کنډواله بدل شوی.
د خیبرپښتونخوا حکومت غواړي چې دا کور بیا ورغوي، خو له اوسني څښتن سره د کور په بیه نه جوړېږي او ستونزه پر ځای پاتې ده.
پېښور کې زموږ همکاره کوثر اعوان وحید د دلیپ کومار د کور لیدو ته ورغلې او د هغه له یوه پخواني ګاونډي سره غږېدلې ده.