تعليم: پېښور کې د بېوزلو ماشومانو لاسنيوی

د ویډیو تشریح، تعليم: پېښور کې د بېوزلو ماشومانو لاسنيوی
د خپرېدو وخت

نن سبا پښتونخوا او افغانستان کې د خيرښېګڼو ټولنو فعاليتونه زيات شوي دي.

پېښور کې یوې خیریه ټولنې د هغو بېوزله ماشومانو لپاره ښوونځی پرانیستی چې پر سړکونو کارونه کوي او ښوونځيو کې له زده کړې لرې پاتې دي.

دغه ښوونځي کې د جوګيانو ټولنې ګڼ ماشومان هره ورځ دوه ساعته زدکړې کوي. ښوونکي بي بي سي ته نوره کيسه کړې ده.