بېوزلو ماشومانو لپاره ښوونځی
د خپرېدو وخت
پېښور کې یو خیریه بنسټ د هغو بېوزله ماشومانو لپاره ښوونځی پرانیستی چې پر سړکونو کارونه کوي او له لیک لوسته لېرې پاتې دي.
دغه ښوونځي کې د ځایي (جوګي یا خانه بدوش) ټولنې ګڼ ماشومان هره ورځ دوه ساعته زدکړې کوي.
پېښور کې زموږ همکاره کوثر اعوان وحید دې ښوونځي ته ورغلې او له یوه ښوونکي سره یې غږېدلې ده.