د تېر ياد: هغه مېنه چې د باچاخان دفتر و

د ویډیو تشریح، د تېر ياد: هغه مېنه چې د باچاخان دفتر و
د خپرېدو وخت

د پېښور په بر تکال کې د خدايي خدمتګار ارباب جمعه خان مېنه ۹۰ کاله وړاندې د باچا خان له لورې د ازادۍ د غورځنګ په دفتر بدله شوې وه.

ګاندهي، جواهر لعل نهرو او ځینې نورې مشهورې څېرې هم تل دغه ځای ته ورغلي او له باچا خان سره یې لیدلي دي.

په دوی کې ډاکټر نجیب هم و چې بیا وروسته افغان ولسمشر شو.

په ۱۹۳۰ مو کلونو کې د برتانوي هند واکمنو پر باچا خان بندیز ولګاوه چې دغه استوګنځي ته به نه ځي.

د ارباب جمعه خان لمسی ارباب الطاف قادر وايي، د باچا خان د عدم تشدد فلسفه تر بل هر کله اوس ډېره مهمه ده. له ده به د دغې حجرې کیسه واورو.