د پېښور پوهنتون مالي ستونزه: زده کوونکي يې مرستې ته چنده ټولوي

د ویډیو تشریح، د پېښور پوهنتون مالي ستونزه: زده کوونکي يې مرستې ته چنده ټولوي
د خپرېدو وخت

د پېښور پوهنتون زده کوونکو د بسپنو او چنډو ټولولو لپاره يو کمپ او پنډغالی جوړ کړی دی.

موخه يې وايي د هغو مالي ستونزو حلول دي، چې نن سبا ورسره دغه پوهنتون مخامخ دی.

دا تېره اوونۍ د پېښور پوهنتون اداري چارو مشر يو رسمي امر کې ويلي وو، چې خپلو کارکوونکو ته د بشپړو تنخواوو او معاشونو وس نه لري، نو له همدې امله به وايي له امتيازونو پرته د همدې جنورۍ تنخواوې په يوازې بنسټیزه کچه ورکوي، چې سمې نيمېږي.

رحمان الله یې له پېښوره نور حال راکوي.