د سارندې غږوونکي کيسه
د خپرېدو وخت
سارنده د پښتو موسيقۍ يوه زړه او کلاسيکه اله ده. اعجاز سرحدي د منير سرحدي زوی د پېښور اوسېدونکی او سارنده غږوونکی دی. وايي له نيکونو د موسيقۍ دې الې غږولو دود وررپاتې دی. دی وايي کله يې چې پلار وفات شو، او د خلکو خواشينۍ کچه يې وليدله، نو ده هم ملا وتړله چې د موسيقۍ دې الې غږولو هنر بايد ژوندی وساتي. دی يې په خپله بي بي سي ته کيسه کوي.