پېښور کې د افغان کډوالو ځوانانو سپورتي مېله

د ویډیو تشریح، پېښور کې د افغان کډوالو ځوانانو سپورتي مېله
د خپرېدو وخت

پاکستان کې د افغان کډوالو کمېشنرۍ پېښور ښار کې افغان کډوالو ځوانانو ته مېله جوړه کړې وه. د مېلې جوړوونکو ویل له دې کار یې موخه د ځوانانو فکر او انرژي مثبت لوري ته راجذب دي. په دې مېله کې د فوټبال، تیکواندو او ګڼې نورې لوبې وشوې. ازاد خبریال طارق الله یې لیدو ته ورغلی و.