پېښور کې د لرغونو توکو مارکېټ
د خپرېدو وخت
په افغانستان او سیمه کې د لسیزو راهیسې جګړې او نا امنۍ د دې لامل شوي چې د سیمې بې شمېره قلمه لرغوني توکي په ډېره ارزانه بیه د کابل او پېښور په پرانیستو بازارونو کې پلورل کېږي.
د پېښور شینواري مارکېټ هم د لرغونو توکو د دوکانونو لپاره مشهور دی، خو اوس پکې کاروبار د تېرو لسیزو پرتله پیکه شوی دی.
ازاد خبریال طارق الله د دې مارکېټ لیدو ته ورغلی او له یو دوکاندار سره یې پر تاریخي ارزښت غږېدلی.