د ماسکونو امېل

د ویډیو تشریح، د ماسکونو امېل
د خپرېدو وخت

په کلیو او ښارونو کې به مو لیدلي وي چې خلک د واده یا بلې خوشحالۍ پر ورځ مقابل کس ته د بانکي نوټونو امېل ور اچوي، خو اوس د کورونا وېروس له کبله دې برخه کې هم نوښت راغلی.

په پېښور کې د همدې امېلونو یو دوکاندار وایي، اوس ځیني کسان په امېل کې د بانکي نوټونو پر ځای ماسکونه کاروي، او په دې توګه د کورونا وېروس په مخنیوي کې مرسته کوي.

ازاد خبریال طارق الله پېښور کې د امېلونو دې دوکان ته ورغلی او څښتن سره یې غږېدلی.