واک، ښځينه غورځنګ دوه کلن شو
د خپرېدو وخت
واک ښځينه غورځنګ خپله دوهمه کليزه کوټه کې په يوه رنګين فعاليت لمانځلې ده، داسې حال کې چې لروبر د پښتنو ښځو مسئلو او ستونزو پر سر بحث لا روان دی. واک ښځينه غورځنګ افغانستان او پاکستان کې د ښځو حقونو او پوهنې لپاره فعاليت کوي. د غورځنګ غړې افغانستان او پاکستان کې د پښتنو ښځو ترمنځ د دوی د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او قانوني حقونو په اړه د پوهاوي زياتولو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. خدای نور ناصر پرې له اسلام اباده راپور لري.