د قبایلي سیمې له لومړنۍ ښځینه پارلمان غړې سره مرکه

د ویډیو تشریح، د قبایلي سیمې له لومړنۍ ښځینه پارلمان غړې سره مرکه
د خپرېدو وخت

بصيرت خان شينوارې، د خيبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې له قبايلې سيمو لومړۍ ښځينه غړې، د خپل فعاليت په له بي بي سي سره خبرې کوي.

بصيرت خان شينوارې په دې تاريخ جوړ کړ، چې د خيبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې له قبايلي سيمو لومړۍ ښځينه غړې شي. دا د خيبر ضلعې لواړګي ده، او په نړيوالو اړيکو کې يې تر ماسټرۍ پورې لوړې زده کړې کړې دي. د پاکستان فډرالي او د خيبر پښتونخوا تر صوبايي ادارو لاندې قبايلي سيمې ۲۰۱۸ کال کې په دې صوبه کې ورګډې شوې او بيا د ۲۰۱۹ کال جولای کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره په کې ټاکنې وشوې. بصيرت خان شينوارې په کې د ښځينه ځانګړو څوکيو لپاره له بلوچستان عوامي ګونده غوره شوه. دا يې خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د خپل فعاليت کيسه کوي.