افسر افغان او راشد خان، د مثبت فکر خپرولو هڅه کې

د ویډیو تشریح، افسر افغان او راشد افغان، د مثبت فکر خپرولو هڅه کې
د خپرېدو وخت

افسر افغان او راشد خان د پېښور پوهنتون هغه دوه ځوان محصلین دي چې د پښتو شعر او موسیقۍ په مرسته په ټولنه، په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ د مثبتو فکر د خورولو هڅه کوي.

دوی وایي، پاکستان کې دودیزې یا لویې رسنۍ د پښتنو ناسم انځور وړاندې کوي، نو ځکه دوی د خپل مثبت پيغام رسولو لپاره خواله رسنۍ کاروي. بي بي سي له دوی سره مرکه کړې او شعرونه او سندرې یې ترې اورېدلې دي.