منظور پښتین: د پاکستان حکومت سره با مقصده خبرو ته چمتو یو
د خپرېدو وخت
د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظورپښتین له بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکه کې د پاکستان حکومت له لوري غورځنګ سره د خبرو په غبرګون کې ویلي، خبرو ته تیار دي، خو باید جامع، بامقصده خبرې اترې وي. د ښاغلي پښتین په خبره په تېر کې له دوی سره بیا بیا داسې شوي، چې له یوې ورسره خبرې روانې وي او له بلې خوا پرې بریدونه وکړي. خدای نور ناصر ورسره مرکه کړې او په سر کې يې ترې يې د همدې مذاکراتو په هکله پوښتنه کړې.