باچا خان مرکز؛ د ځوان کهول ذهن روښانولو دېره
د خپرېدو وخت
د پېښور باچاخان مرکز کې یو شمېر ځوانان او پېغلې هره میاشت په علمي غونډو یا (سټډي سرکل) کې راټولېږي.
ګډونوال وايي چې د دې غونډو له برکته دوی د خپل تاریخ او سیاست له هغو اړخونو خبر شوي چې د پاکستان په درسي نصاب یا پوهنتونونو کې یې هېڅ یادونه نه کېږي.
ازاده خبریاله نادیه خان یې تېرې غونډې ته ورغلې وه او دا رپوټ یې چمتو کړی.