کابل کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مرستیال مشر مرموزه وژنه

    • Author, سکندر کرمانی، سمیع یوسفزی او اشتیاق مسید
    • دنده, بي بي سي خبري څانګه
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان پلازمېنه کابل په مرکزي سیمه کې د دوو کسانو وژل داسې خبر دی چې ډېر پام نه ور واوښت.

وژل شویو هم ښايي غوښتل چې ونه پېژندل شي، ځکه سرچینې وايي، چې له دوی سره کوټه یا جعلي سندونه و.

هغوی کابل کې څه کول او چا ووژل، لا هم یو راز دی چې سیمه کې امنیتي ادارو او د ترهګرو ډلو سره تړاو لري.

خو اوس لږ تر لږه دا روښانه شوې چې دا دوه کسان څوک وو .

د پاکستان د څارګرو ادارو او توندلارو ډلو د سرچینو په خبره، دا دوه کسان د پاکستاني طالبانو لوړپوړي مشران خالد حقاني او قاري سيف يونس دي.

خو د افغانستان يوې باور وړ امنيتي سرچينې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو د غورځنگ د دوو لوړ پوړو غړو وژل کېدل رد کړي او وايي دغه دواړه افغانان و او د يوې ترهگرۍ ډلې له لوري په پلازمېنه کابل کې وژل شوي دي.

وژل شوي څوک دي؟

وژل شویو کې یوهم شیخ خالد حقاني دی.

شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو مشرتابه کې مهمه سټه وه او تېر کې د دې ډلې مرستیال مشر هم و.

نوموړی پر مهمو سیاستوالو او د ۲۰۱۴ کال پېښور پوځي ښوونځي په برید تورن دی، چې له امله یې له ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي، چې تر ډېر کم عمره ماشومان وو.

وژل شویو کې دویم هم قاري سیف یونس دی چې د پاکستاني طالبانو مهم قومندان و.

بېګا پاکستاني طالبانو یوه بیان کې د دواړو کسانو پېژنګلي او وژل تایید کړي، خو نور مالومات یې نه دي ور کړي.

د توندلارو د یوې سرچینې په خبره، دا دواړه مشران د مرکزي مشرتابه په حکم کابل ته "د پټې لیدنې" لپاره لېږل شوي وو.

داسې ښکاري چې له پکتیکا ولایت پلازمېنې کابل ته رسېدلي وو، خو مالومه نه ده چې له چا سره یې لیدل.

د پاکستان د څارګرو ادارو یوې سرچینې ویلي د دې دوو کسانو مړي انټرکانټینېنټل هوټل ته نږدې سیمه کې موندل شوي دي.

دا کابل کې تر ټولو مهم هوټل دی چې وروستیو کلونو کې دوه ځلې وژونکي بریدونه پرې وشول.

پاکستاني طالبان څه وايي؟

دا وژنه تېره اونۍ شوې، خو د پاکستاني طالبانو سرچینې وايي، چې لومړیو کې مشرتابه د دې پېښې د پټ پاتېدو ویلي وو، ځکه هم دې وژنې طالبان هیښ کړي او لا هم دې ته تیار نه دي چې ووايي، دې دوو کسانو کابل کې څه کول.

کابل ته د پاکستاني طالبانو د مهمو مشرانو تګ نادود دی.

دا ډله له افغان طالبانو یو مخ بېله ده او موخې او ملاتړي یې هم یو نه دي.

افغان طالبان افغانستان کې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پرضد او پاکستاني طالبان د پاکستاني چارواکو او بنسټونو پرضد جنګېږي.

پر پاکستان تور لګېږي چې افغان طالبانو ته یې پټنځي ور کړي او دا هم ویل کېږي چې افغان ملي امنیت ځواب کې له پاکستاني طالبانو سره اړیکه جوړه کړې ده.

دا ډله وروستیو کې کمزورې شوې او اوس یې د افغانستان ختیځه برخه کې پټنځي جوړ کړي چې د حکومت ولکه کې نه ده.

پاکستان دی که افغانستان دواړه د توندلارو ډلو له ملاتړ نټه یا انکار کوي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې دواړه مشران له امریکايي پوځ سره نښته کې وژل شوي دي.

امریکا له افغان طالبانو سره خبرې کوي، چې ور سره ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

د پاکستان په هکله هم ویل کېږي چې خبرو ته د طالبانو تیارولو کې مهم رول لري.

ورته پېښې

خو یوې سرچینې ویلي، ممکن د پاکستان د څاګرو ادارو اړوند وسلوالو یا توندلارو دا دوه کسان وژلي وي.

تېر کې هم دا ډول پېښې شوې دي.

د ۲۰۱۸کال ډیسمبر کې یوه ځانمرګي برید کې د بلوڅ بېلتونپالو مشر کندهار کې ووژل شو چې له ډېر وخت راهیسې افغانستان کې جلا وطن و.

دا ډول پاکستان کې د طالبانو اړوند کسان وژل شوي دي.

پر ۲۰۱۳ کال د افغان طالبانو یو مهم مشر اسلام اباد کې ووژل شو.

د پاکستاني طالبانو سرچینې دا هم وايي، چې کابل کې د وژل شویو مړي دوی ته سپارل شوي دي او کونړ کې په لویه جنازه کې یې خاورو ته سپارلي دي.

خو دا هم لا مالومه نه ده چې طالبانو ته د دې کسانو مړي څنګه وسپارل شول.