د باچاخان اوونۍ فعاليتونه

د ویډیو تشریح، د باچاخان اوونۍ فعاليتونه
د خپرېدو وخت

د باچا خان اوونۍ کې چې له پرون راهيسې پيل شوې، پښتونخوا کې بېلابېل فعاليتونه کېږي. د سولې او امن سالار خان عبد الغفار خان د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ پر ۲۰ مه وفات شو، او بيا جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو. پېښور کې د باچان خان پوهنې بنسټ بېلابېلو ښوونځيو زده کوونکي به هم نن فعاليتونه کوي. رحمان الله د باچاخان بنسټ له مشر خادم حسين سره خبرې کړې او پوښتلی دی، چې د باچاخان اوونۍ لمانځلو موخه څه ده.