د پاکستان تحریک لبیک لسګونه غړي په اوږده بند محکوم شوي

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې تر اتیا ډېر اسلامپالي هر یو په پنځه پنځوس کلن بند محکوم کړي دي.

د بند سربېره دوی ټول په څه باندې ۱۷ میلیونه روپۍ جرمانه شوي دي. که دوی دغه جرمانه پرې نه کړي، د هر یوه د بند موده به شپږ شپږ میاشتې زیاتېږي.

دا پرېکړه په هغو مظاهرو کې د دوی د ګډون په تړاو شوې، چې دین ته په سپکاوي تورنې یوې عیسوۍ مېرمنې د خوشې کېدو پر ضد راوتلي وو. پر دوی همداراز تور پورې شوی و چې دولتي ملکیتونو ته یې زیان اړولی.

دوی د لاریون پرمهال نیول شوي وو. دغه کسان د تحریک لبیک ګوند غړي دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د اسیه بي بي په نامه د دغې ښځې د خوشې کېدو په غبرګون کې په مظاهرو لاس پورې کړی و.

هغوی غوښتنه کوله، چې دغه ښځه دې ووژل شي. د محکمې لخوا په محکومو شویو کسانو کې د دغه ګوند د مشر ورور هم دی.

د ګوند یوه ویاند دا پرېکړه سخته بللې او ویلي یې دي، چې په لوړه محکمه کې به یې وننګوي.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي شوکت رسول ددې قضیې په تړاو د دلایلو او اسنادو له بشپړېدو وروسته دغه پرېکړه اورولې ده.

په دې پرېکړه کې څلورو کسانو: امیر حسین، قاري مشتاق، محمد علي او ګلزار احمد ته تر نورو په بېلابېلو حکمونو کې اوه نیم اوه نیم کاله د بند اضافي سزا اورول شوې ده. چارواکي وایي له دوی سره وسله هم نیول شوې ده.

پر دې سربېره به هر کس ته د ۵۵ کلونو بند سربېره هر یو د نژدې ۳۰۰ زره روپیو په ورکولو محکوم شوي دي او د دوی د ټولو جایدادونو ضبطېدو حکم شوی دی.

په دې قضیه کې ښکېل ټول تورن کسان سره له دې چې ضمانت یې ورکړی و خو بیا هم محکمې ته وړاندې حاضر کړای شول. د محکمې له پرېکړې وروسته سملاسي دوی ونیول شول او په سختو امنیتي تدابیرو کې اټک زندان ته ولېږدول شول.

پولیسو له تېر کال راهیسې په دې قضیه کې د د تحریک لبیک ګوند د مشر خادم حسین رضوي د ورور امیر حسین رضوي، د هغه وراره محمد علي د دې ګوند له اتیا نورو کسانو سره نیولي دي.

د دوی دوسیه څه باندې یو کال په محکمه کې تر غور لاندې وه.

د یادونې وړ ده چې پخپله ددې تحریک پر مشر هم د ترهګرۍ تورونه لګول شوي چې پروړاندې یې د لاهور په محکمه دوسیه ثبت شوې او نوموړی اوسمهال په ضمانت ګرځي.