اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاج اومه ورځ

د ویډیو تشریح، اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاج اومه ورځ
د خپرېدو وخت

په اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت ضد احتجاج او همدې وخت کې د مخالفانو او حکومتي مرکچیانو ترمنځ د حل لارې کتلو خبرې لا هم روانې دي.

دغه احتجاج چې د مولانا فضل رحمان له لوري پيل شوی، د مخالفانو نژدې ټولو ګوندونو يې ملاتړ کړی او له نژدې يوې اونۍ راهیسې د پاکستان له بېلابېلو سیمو په کې وګړي اسلام اباد کې راغونډ شوي دي.

زرګونه احتجاجیان له پرون راهیسې د باران له شړک ناتار اورښت او ساړه سره سره هم هوډمن دي، چې لا به هم خپل احتجاج او پرلت روان ساتي. خدای نور ناصر یې لیدو ته ورغلی و.