اسلام آباد کې حکومت ضد احتجاج لا هم روان دی

د ویډیو تشریح، اسلام آباد کې حکومت ضد احتجاج لا هم روان دی
د خپرېدو وخت

په اسلام اباد کې د حکومت مخالفو احتجاج لا هم روان دی. د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د دغه ګوند یوه مهمه غونډه روانه ده، چې وروسته به بيا دی، دې غونډي ته ورځي او د خپل احتجاج راتلونکی پلان به په کې په ډاګه کوي، دا تېره جمعه مولانا فضل رحمان د لومړي وزیر عمران خان حکومت ته د ۳ ورځو وخت ورکړی و چې په دې وخت کې دې استعفا ورکړي که نه نو دی به بل ګام اخلي، دا چې دی اوس غونډې ته راغلی او که څنګه؟ او بل ګام به یې څه وي؟ امان الله عطا په اسلام آباد کې له خدای نور ناصر پرې خبرې کړې دي.