"د کابل او اسلام آباد ترینګلو اړیکو پر سوداګرۍ بد اغېز کړی"

د ویډیو تشریح، د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ خونو چارواکي وايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو ترينګلتيا يې پر خپلمنځۍ سوداګرۍ او کاروبار ناوړه اغېز کړی دی.
د خپرېدو وخت

د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ خونو چارواکي وايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو ترينګلتيا يې پر خپلمنځۍ سوداګرۍ او کاروبار ناوړه اغېز کړی دی.

دی وايي اوس د دې وخت راغلی چې افغانستان او پاکستان سیاست او سوداګري سره جلا وساتي او خپلمنځی کاروبار روان وساتي.

کراچۍ کې ځايي خبریال عرفان خټک د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ خونو د ټولنې له مشر دارو خان اڅکزی سره په همدې اړه خبرې کړې دي.