د پېښور پر پوځي ښوونځي له بریده څلور کاله وروسته
د خپرېدو وخت
پاکستان کې ۴ کاله وړاندې د ډېسمبر پر ۱۶ د پېښور پر پوځي ښوونځي طالبانو وسلوال برید کړی و چې نژدې ۱۵۰ کسان پکې وژل شوي وو. په قربانیانو کې یې ډېری زده کوونکي وو. له پېښې وروسته د قربانیانو کورنیو د پاکستان له حکومته د یوه کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې د پېښې پلټنه وکړي. له کلونو ځنډ وروسته کمېسیون جوړ شو خو لا هم ځینې کورنۍ ګیله کوي چې د پېښې د لاملونو په معلومولو کې حکومت او کمېسیون دواړه پاتې راغلي. رحمان الله پرې له پېښوره رپوټ لري.