پېښور کې سيک توکمه خبرياله
د خپرېدو وخت
پاکستان کې د لږکيو له ټولنو د خبريالانو او د رسنيو مسلکي کارکوونکو شمېر خورا کم دی.
د دوی لپاره رسنيو کې پرمختګ ډېر وخت ګران وي.
خو مانميت کور چې پېښور کې اوسېږي، د سيکانو ټولنې يوه له کمو ټلويزيوني خبريالانو ده.
دا وايي کيسه يې ځوان نسل ته د دې الهام ورکوي، چې پر خپلو ځانونو یې باور زيات شي.