لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه: عکسونه

د خپرېدو وخت

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یکشنبه (اتوار) د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې ناسته لرله. په دې غونډه کې د پاکستان له بېلابېلو برخو په زرګونو خلکو ګډون درلود.

د لاهور غونډه
د عکس تشریح، د پاکستان له بېلابېلو برخو زرګونو کسانو د چارواکو له بندیز سره سره لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه جوړ شوي پرلت یا اعتراض کې ګډون وکړ.
د لاهور غونډه
د عکس تشریح، د غورځنګ یوه مشر منظور پښتین په خپلې وینا کې وویل چې دوی "پر امنه" دي او چارواکي دې د دوی حوصله نه ازمايي.
د لاهور غونډه
د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ د روانې میاشتې په اتمه نېټه د پېښور په ولسي غونډه کې اعلان کړی و، چې د اپرېل پر ۲۲مه به په لاهور کې د "ردالفساد" په نامه ولسي غونډه کوي.
د لاهور غونډه
د عکس تشریح، ګډونوالو يو ځل بيا له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د لادرکه شويو کسانو په اړه جدي ګام واخلي او د دوي په وینا له پښتنو سره "ظلم او زياتی" بند کړي.
د لاهور غونډه
د عکس تشریح، د دې غورځنګ مشر منظور پښتين په خپلو خبرو کې وويل چې دوی د امن پلويان دي او خپلې غوښتنې به په سوله یيزتوګه ترسره کوي.
د لاهور غونډه
د عکس تشریح، په ګډونوالو کې د نارينه و تر څنګ ګڼ شمېر ښځو هم ګډون کړی وو.
د لاهور غونډه
د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې وړاندې په اسلام اباد، کوټه، شمالي وزیرستان او د پېښور په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې غونډې کړې دي.
د لاهور غونډه
د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان وکړ چې راتلونکې غونډه به د مې مياشتې پر ۱۲مه په کراچۍ کې ترسره کوی.
د لاهور غونډه
د عکس تشریح، د اعتراض تر پیل وړاندې د غورځنګ ځینې مشران چې پولیسو برایي ناوخته د ښار له یوه هوټل نه بېولي وو، راخوشې شول.