پښتونخوا کې د نامعیاري درملو کاروبار زیات شوی

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور
  • د خپرېدو وخت

په پښتونخوا کې د جعلي يا نامعياري درملو کاروبار زيات شوی او ورسره د خلکو د روغتیا خرابېدلو شکایتونه هم ډېر شوي.

په مرکزي ښار پيښور کې درمل پلوري وايي، د معياري فابريکو د درملو بيې لوړې دي او اکثره خلک د دغو درملو د اخیستلو وس نه لري. د دوی په خبره، همدغه وجه ده چې خلک د بهرنیو فابريکو د داروګانو پر ځای د هېواد جوړ درمل اخلي چې اکثره غير معياري وي.

درمل پلوری اعجاز حسين وايي، په تيرو دريو کالو کې د درملو بيې دوه سوه سلنه لوړې شوې. هغه زیاتوي، په ځينې فابريکو کې د تاریخ تېر درملو د پلورنې، له دې مرکزونو د دا ډول درملو د نه ټولولو او د مودې د بدلولو تورونه هم لګېږې خو څوک یې پوښتنه نه کوي.

نوموړی پر ډاکټرانو هم تور لګوي چې د خپلو پيسو (کميشن) لپاره نامعيارې درمل ناروغانو ته ليکي.

يو تن ذکاوالله چې د دارو اخیستلو لپاره بازار ته راغلی بي بي سي ته وويل، د داروګانو بيې لوړې شوې او معيار پريوتی دی. هغه له حکومت نه وغوښتل چې د نامعياري درملو د کاروبار د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونو پورته کړي.

پر ډاکټرانو د نامعياري داروګانو د ليکلو تور لګول کيږي، خو ډاکټر صفیي الله وايي، په مسلکي ډاکټرانو کې د نامعياري داروګانو د ليکلو کچه کمه ده: " د ښار په پرتله په کليو کې د غير معياري داروګانو کاروبار زيات دی ځکه هلته زياتره هغه ډاکټران کار کوي چې راجسټر نه وي".

د هغه په خبره، دا جعلي او نا معياري کاروبار ځکه هم زيات دی چې اکثره هغه فابريکې چې غير معياري درمل جوړوي حکومت راجسټرډ کړې.

"يوه فابريکه چې له حکومت سره راجسټر وي او نامعياري درمل جوړوي، نو تړل یې د ډاکټر نه بلکې د حکومت ذیمواري ده".

د نوموړي په خبره، ځينې داسې فابريکې هم شته چې په خپلو داروګانو د بهرنیو فابريکو ليبل لګوي او په ګرانه بيه یې خرڅوي.