پېښور کې پر ښوونځي د بريد دويم کال
د خپرېدو وخت
دوه کاله وړاندې همدا د ډسمبر ۱۶ مه وه چې د پېښور پر پوځي ښوونځي برید وشو او ۱۴۸ کسان چې ډېری یې زده کوونکي وو ووژل شول.
تر هغې پېښې وروسته د پاکستان دولت د ترهګرۍ ضد د ملي تګلارې اعلان وکړ او ورسره سم يې د قبایلي سیمو په ګډون د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې چاڼيز عملیات وکړل.
خو د ښوونځیو د خوندیتوب لپاره کوم عملي ګامونه پورته شوي؟ او ایا قربانیانو له کورنیو سره کومه مرسته شوې.
په پېښور کې زموږ همکار رحمان الله پرې رپوټ لري.