کابل کې د حبیب الله کلکاني د مړي بيا خښولو په سر جنجالونه
د خپرېدو وخت
د کابل د یوه پخواني لنډ مهالي واکمن حبیب الله کلکاني د مړي بيا خښولو په سر جنجالونه پيدا شوي.
یو شمېر پخوانیو جهادي قومندانانو چې غوښتل یې د کلکاني مړى له خاورو وباسي او په رسمي مراسمو یې بیا د کابل په شهر ارا غونډۍ خاورو ته وسپاري.
د ولسمشر د مرستیال عبدالرشید دوستم کسانو یې په دې دلیل مخه نیولې چې په تاریخي غونډۍ کې د "قبرونو کیندل جواز نه لري".
تر ناندريو وروسته ډزې شوي او پرېکړه شوې چې قبر به په یوه بله غونډۍ جوړېږي سیدعبدالله نظامي یې نور حال لري.