د افغان ستورو موندلو په هیله د نوې ټولنې هڅې

د خپرېدو وخت

د افغانستان په تلويزيونونو کې د اعلانونو لوبغاړي یا اکټران تر ډېره بهرنیان دي.

اوس په کابل کې یو شمېر ځوانانو د ماډلېنګ د لومړنۍ ټولنې بنسټ کېښود.

د دې ټولنې موخه په فلمونو، سوداګریز اعلانونو او سندرو کې د بهرنیو لوبغاړو پرځای د افغانانو گډون دى.

زموږ همکار کریم حیدري له کابله نور جزييات لري.