د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو مخکتنه
د خپرېدو وخت
د کرېکټ ۲۰۱۵ کال د اتلوليو په پلمه د بي بي سي پښتو تلويزيون اوونیزه خپرونه.
د خپرونې مېلمانه راسره له اسلام اباده د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی کبیر خان او دلته په انگلستان کې د لوبڅارۍ په روزنه بوخت نظر کټوازى دي.
په دې خپرونه کې موږ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د چانسونو په اړه دې ته هم کتنه کړې چې کومې لوبډلې د گټلو چانس لري او څوک ښايي ښه و نه ځلېږي.