هرات کې د غاليو بازار سوړ شوی

د خپرېدو وخت

د افغانستان په لوېدېځ ښار هرات کې سوداگر وايي د افغاني غالیو بازار سوړ شوى دی.

د غالیو د صادرونکې ټولنې تر دې مخکې هم ویلي وو چی ډېرې افغاني غالۍ د ګاونډیو هېوادونو په نامه د نړۍ نورو سیمو ته صادرېږي.

ویل کیږي په دې ورستیو کې ګڼ شمېر هغه کسان چې پخوا یې غالۍ اوبدلې اوس له خپل کاره لاس په سر شوي.

محمد قاضي زاده د هرات په زاړه ښار کې د افغاني غالیو بازار ته ورغلی و، او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.