"د طالبانو سیمو کې تعلیمي ادارې جوړول غواړم"
د خپرېدو وخت
د پېښور پوهنتون هغه ريس چې څور کاله پاکستاني طالبانو تښتولى و، له خلاصون او دندې ته له ستنېدو وروسته وايي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې تعليمي ادارې جوړوي.
پروفيسر اجمل خان تېر کال د طالبانو له بنده تر خوشې کېدا وروسته اوس په يوې کم سارې مرکې کې د بي بي سي پښتو تلويزيون ته ويلي يوازې تعليم په پښتني سيمو کې د تاوتريخوالي مخه نيولى شي.
په پېښور کې ځايي خبريالې لايبې يوسفزۍ له پروفيسر اجمل خان سره خبرې کړي دي.