پر ماشومانو د پېښور برید غمیزې اغېزې
د خپرېدو وخت
هغه ماشومان چې د زورزياتي او تاوتريخوالي بوږنوونکي پېښې يې ليدلې، څنګه رغېږي؟
داسې خبره چې په پېښور کې د پوځ له لوري چلېدونکي يوه ښوونځي باندې د طالبانو له بريد وروسته نن سبا ډېره پوښتل کېږي.
دې پېښې د هغه رواني ټکان په اړه هم اندېښنې راپورته کړې چې دغه ماشومان ترې تېر شوي، چې د ټولنې محافظه کاره دودونو له مخې په کې ډېر وخت له درملنې او سلامشورې ډډه کېږي.