د طالبانو پر وړاندې د کابل او اسلام اباد جګړه
د خپرېدو وخت
د پېښور پر يوه ښوونځي د طالب اورپکو مرګوني بريد يوه نا اټکل شوې پايله دا راختلې، چې افغانستان او پاکستان لا نور سره نژدې شي.
له دغه بريد راهيسې د ډېورنډ کرښې دواړه غاړو پلازمېنو کې د طالب اورپکو پر وړاندې د عملياتو او پوځي ګامونو ګوتڅنډنې کېږي.
افغان او د پاکستان پوځ مشرانو په تېرو دوو اوونيو کې دوهم ځل سره کتلي او پر دې سره سلا شوي چې د کرښې پر دواړو غاړو د طالبانو پر وړاندې جګړه کې لا نور سره همغږي شي.