نابينا خبرياله په هرات کې خپرونه څرنگه پر مخ بيايي
د خپرېدو وخت
رویا بهرامي هغه ۲۱ کلنه نجلۍ ده چې په ماشومتوب کې یې په یوه چاودنه کې خپلې سترګې له لاسه ورکړي خو دا نه یوازې د ژوند ورځنۍ چارې خپله تر سره کوي بلکه پراخ کلتوري فعالیتونه هم کوي.
رویا اوس په هرات کې ښځو ته په ځانګړې یوازېنۍ راډیو کې کلتوري پروګرام چلوي او ترڅنګ یې د مدنې ټولنو سره هم همکاري لري.