تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ایران کې د اسرائیل د توغندیز برید رپوټونه؛ نړۍ د زغم غوښتنه کړې

دوو امریکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي چې د اسرائیل یو توغندی په ایران کې لګېدلی دی. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي، د پلازمېنې تهران په سویل کې د امام خمیني هوايي ډګر لپاره لږ تر لږه د جمعې ورځې تر لس نیمو بجو پورې الوتنې لغو شوې. د ایران دولتي (ای ار ای بي) ټلویزیون بیا د برید رپوټونه بې اهمیته بللي. په دې اړه شېبه په شېبه تازه مالومات زموږ پر پاڼه ولولئ.

ژوندی پوښښ

  1. د ایران ټلویزیون وضعیت عادي بللی

    د ایران دولتي (ای ار ای بي) ټلویزیون بیا د برید رپوټونه بې اهمیته بللي.

    پر ټیلیګرام یوه ویډیويي کلیپ کې د دې یو خبریال په داسې حال کې لیدل کېږي چې د اصفهان ښار په یوه لوړه ودانۍ کې ولاړ دی او وايي: ''ښار خوندي دی. خلک عادي ژوند کوي.''

    دا خبریال زیاتوي: ''څو ساعته مخکې په هوا کې غږونه اورېدل شوي. خو موږ ته چې څه معلوم شوي هغه دا دی، چې یو شمېر ډرون په هوا کې الوتل، چې په نښه شول.''

  2. وروستی, د الوتنو ځنډول او دافع هوايي نظام فعالېدل

    بل لور د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي، د پلازمېنې تهران په سویل کې د امام خمیني هوايي ډګر لپاره لږ تر لږه د جمعې ورځې تر لس نیمو بجو پورې الوتنې لغو شوې دي.

    د ایران مهر دولتي خبري اژانس بیا په خپل رپوټ کې د هوايي ډګرونو عامه اړیکو مدیر له قوله ویلي، د تهران، اصفهان او شیراز هوايي ډګرونو الوتنې ځنډول شوې دي. رپوټ زیاتوي: ''دا الوتنې تر اوسه لغو شوې نه دي، مسافر باید د سفر لپاره له وتلو مخکې د الوتنو په هکله معلومات ترلاسه کړي.''

    د یادونې ده، چې پر شنبه ایران پر اسرائیل توغندیز برید کړی و او اسرائیلي چارواکو ویلي و، چې ''بې ځوابه به یې نه پرېږدي.''

  3. وروستی, په اصفهان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    رپوټونو کې ویل شوي، د ایران اصفهان په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د خواله رسنیو ځینو کارونکو چاودنو ته د ورته غږونو اورېدلو خبره کړې ده.

    د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په رپوټ کې ویل شوي، چې د ایران دافع هوايي نظام د هېواد په یو شمېر سیمو فعال شوی دی. د ایرانا په رپوټ کې زیاته شوې، ''د خبري رپوټونو له مخې په اصفهان کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.''

    د بي بي سي یو شمېر مخاطبینو موږ ته ویلي، چې د اتمې شکاري اډې په شاوخوا کې یې دغه غږونه اورېدلي دي.

    د اسرائیل 'ئروشلم پوسټ' ورځپاڼې هم په خپل رپوټ کې ویلي، د اصفهان تر څنګ د سوریې په سویلي سیمه السویده، د عراق بغداد په یوه برخه او د عراق بابل سیمه کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    د اي بي سي خبري شبکې دفاعي چارو خبریالې مارتا ردیتز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، د اسرائیل توغندي په ایران کې لګېدلي دي.