د اوکرایین پارلمان غړی دېمترو ګورېن د ماریوپول ښار اوسېدونکی
دی، راته ویې ویل، دی په دې باور دی چې روسیه هڅه کوي دغه ښار په لوږه کې وساتي او
له دې سره یې تسلیمېدو ته اړ باسي.
اوکراین په دغه محاصره شوي تر ټولو لوی ساحلي ښار کې د جګړې
د درولو په اړه د روسیې ټاکل شوی ضرب الاجل هم رد کړی دی او ویلي یې دي چې د دې هېڅ
امکان نه شته چې اوکرایيني ځواکونه دې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. د ښاغلي ګورېن په
وینا په دغه ښار کې شاوخوا درې سوه زره خلک مېشت دي او نه تسلمېږي.
دی وايي: "روسانو د بشري مرستو لپاره لارې تړلې دي،
دوی د انساني کومکونو د رسولو کاروانونه نه پرېږدي چې ښار ته ننوځي".
"موږ
ته اوس دا بالکل جووته شوې چې د روسیې موخه په ښار کې د لوږې له رامنځ ته کولو سره
په ډيپلوماتیک بهیر کې د خپل فشار ډېرول دي. که ښار تسلیم نشي-چې نه به تسلمېږي-
نو دوی به خلک وتلو ته پرې نږدي".
ګورېن وايي، تر اوسه د هغه ویجاړ شوي تیاتر خځلې نه دي
پاکې شوې چې د اوکراییني چارواکو په خبره، تېره چهارشنبې روسي ځواکونو بمبار کړی دی.
داسې باور کېږي، سلګونه هغه کسان په ځمکتل کې بند دي چې په دغه برید کې ژوندي پاتې
شوي دي. مسکو نه مني چې ګواکې دا وداني دې دوی په نښه کړې وي.
د ده په وینا، "خدماتي ډلې تر اوسه د دې سیمې پر
پاکولو نه دي توانېدلې ځکه چې بمباري او توغنديز بریدونه هېڅ درېږي نه. دا ډېر
خطرناک حالت دی".
ګورېن دا نشي اټکلولی چې څومره خلک به له دې سیمې په تېښته
بریالي شوي وي ځکه چې وايي، "د اړیکو د پرېکون له کبله د ماریوپول د وضعیت
حال نه لرو".