د بریتانیا د دفاع وزیر بین والس وايي، لا هم ډېر ناوخته نه دی چې ولادمیر پوتین په اوکرايين کې خپل یرغل
پای ته ورسوي.ښاغلي والېس د روسیې ولسمشر
ته په یوه پیغام کې ویلي، که پوتین خپل سرتېري بهر نه کړي نو د
لسیزو انزوا به یې ملت له ګواښ سره مخ کړي.
د چارشنبې په ورځ د بريتانيا لومړي وزیر
بوریس جانسن وویل، ښاغلي پوتین له دې لا مخکې په اوکرایین کې د جنګي جرمونو مسؤل و.
د دفاع وزیر دغه څرګندونې د ناټو له متحدینو سره د لیدنو په لړ کې له خپل استونیايي سیال کالې لانیټ سره په یوه خبري کنفرانس کې د دغه
هېواد پلازمېنه تالین کې وکړې.
ښاغلي والېس وویل، د اوکرایین د اوسني وضعیت پایلې به ناټو او اروپا په
کلونو کلونو وکړوي.
د اوکرایین له یرغله یوه اوونۍ وروسته، روسي
ځواکونو په جنوب کې د تور سمندرګي کلیدي بندري ښار خرسون ونیوه او په شاوخوا سیمو
کې سخته جګړه روانه ده.
ډیری ښارونه د سختو بریدونو لاندې دي او د چارشنبې ورځ د جګړې ترټولو ویجاړونکې ورځ وه.
روسیې د لومړي ځل لپاره ومنله چې درانه پوځي تلفاتو ور اوښتي
دي، ۴۹۸ سرتېري یې وژل شوي او ۱۵۹۷ نور یې ټپیان شوي دي.
اوکرایین بیا وايي، د روسیې د تلفاتو شمېر زرګونو
ته رسېږي.
په هاګ کې د جرمونو د
نړیوالې محکمې، اوکرایین کې د احتمالي جنګي جرمونو او د
بشریت پر ضد د ترسره شویو جرمونو په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د اوکرایین ولسمشر
ولادیمیر زیلینسکي هم د روسیې مشر په جنګي جرمونو تورن کړی، او ددې هېواد رسمي شمېر ښي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د یرغل له پیل
راهیسې تر دې دمه له ۲۰۰۰ ډېر ملکي کسان وژل شوي دي.