تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د امریکا نوې ستراتیژي: د افغانستان هرکلی او د چین نیوکه

ولسمشر ټرمپ وويل له دې وروسته به د امريکا افغان تگلاره پر مهالوېش نه وي ولاړه او د سرتېرو د شمېر په تړاو به پرېکړې امنيتي حالاتو ته په کتو کېږي. ښاغلي ټرمپ پاکستان ته گوتڅنډنه وکړه چې امريکا نور په دغه هېواد کې د ترهگرو پټنځي نه شي زغملي. چین د پاکستان له دریځه ملاتړ کړی.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی,

    ډونلد ټرمپ له خپلو ملاتړو (ناټو) هیله وکړه چې د نوې ستراتیژي ملاتړ یې وکړي او ویې ویل له ملاتړو حکومتونو غواړي چې خپله ونډه زیاته کړي.

  2. ولسمشر ټرمپ

    اوس د دې وخت راغلی چې پاکستان د تمدن، تظم او سولې په هکله خپلې ژمنې وښيي.

  3. وروستی, ټرمپ

    "امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي".

  4. د امریکا ولسمشر هند په دې وستایه چې له افغانستان سره یې د بیا رغونې په برخه کې مرسته وکړه، خو په وینا یې واشنګټن سره له دې چې له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، خو بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی.

  5. ټرمپ

    اول کې چې واکمن شوم، غوښتل مې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وباسم، خو اوس غواړم د عراق تېروتنه تکرار نه شي. د هغه په خبره، په ۲۰۱۱ کال کې له عراق د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو پایله هم معلومه شوه. له عراق د امریکا په وتلو سره په دغه هېواد کې بیا تاوتریخوالی زیات شو او داعش پیدا شو.

  6. ولسمشر ټرمپ

    له افغانستان د امریکايي ځواکونو بېړندي وتل به تشه رامنځ ته کړي چې ترهګر به یې ډکه کړي.

  7. وروستی,

    امریکايي ولسمشر دا هم وویل، چې د دوی کار په افغانستان کې د ترهګرو ځپل دي او افغانانو ته د ژوند ښودل نه دي، بلکې افغانان به خپل راتلونکی خپله جوړوي.

  8. ټرمپ: تر هغه جګړه کوي چې ویې ګټي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله افغان ستراتیژي اعلان کړه، چې له مخې یې په افغانستان کې امریکایي پوځیان تر مناسب وخت پاتې کېږي. د چې افغانستان کې به تر هغه جګړه کوي چې ویې ګټي او تر هغه به له وسلوالو طالبانو او نورو ډلو سره جنګ کوي چې مات یې کړي.

  9. د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله افغان ستراتیژي اعلان کړه، چې له مخې یې په افغانستان کې امریکایي پوځیان تر مناسب وخت پاتې کېږي.