د پاکستان ښه لوبه
تر اوسه د پاکستان لوبغاړي ډېره ښه لوبه کوي او د هند توپ اچوونکو ته یې کار سخت کړی دی.
اظهر ۴۴ منډې جوړې کړي
زمان ۳۶
ټولې منډې: ۹۳
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي کوي. دغه لوبه په لندن کې روانه ده. دا لومړی ځل دی، چې پاکستان دغو سیالیو پایلوبې ته رسېږي. پاکستان له دې مخکې درې ځله دغو سیالیو کې لوبه کړې، خو پایلوبې ته نه دی رسېدلی.
تر اوسه د پاکستان لوبغاړي ډېره ښه لوبه کوي او د هند توپ اچوونکو ته یې کار سخت کړی دی.
اظهر ۴۴ منډې جوړې کړي
زمان ۳۶
ټولې منډې: ۹۳
د پاکستان لپاره ډېر ښه پيل دی، تراوسه يې کوم لوبغاړی له لاسه نه دی ورکړی. پاکستان د توپ وهنې په برخه هغومره ښه نه دی لکه د توپ اچوونې په برخه کې.
په خواله رسنیو کې یو شمېر افغانان د پاکستان ملاتړ کوي خو یو شمېر بیا د هند. هغه کسان چې د پاکستان ملاتړ کوي ځینې یې پر وړاندې سخت غبرګونونه ښکاره کوي.
تراوسه پاکستان وېکټه له لاسه نه ده ورکړې
د لندن لوبغالی له مینه والو ډک دی. په هند کې زموږ خبریال وايي چې نن د هندي فلمونو بازار بند دی. ځکه ټول کرېکټ ګوري.
د هند توپ اچوونکی رونېندرا جډېجا توپ اچوونې ته راغی
اظهر علي او فخر زمان دواړه تېزه لوبه کوي. رن رېټ ۵،۵۳ دی.
تراوسه پاکستان کوم لوبغاړی له لاسه نه دی ورکړی او په ۱۲ اوورنو کې يې ۷۱ مندې جوړې کړې دي
توپ اچونکي تېزه توب اچونه وکړه خو ازهر بیا هم ښه توپ وهنه وکړه او یوه څلوریزه یې ووهله.
کولي سپینران را مخ ته کړل غواړي ویکټه تر لاسه کړي..
کولي سپینر ته توپ اوچونه ورکړه او د پاکستان ازهر پرې ستره شپږېزه ووهله..
کله چې پاکستان پایلوبې ته لاره پیدا کړه نو پخواني هندي کرېکټ لوبغاړي ورېندر سیهواګ پر ټویټر پاکستان ته په خطاب ولیکل ''ښه هڅه وه، لمسیه! نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره اعلی هڅه وه. د کور خبره ده. د پلار پر ورځ له زوی سره سیالي ده. ټوکه جدي مه بولئ. ''
د دغو لوبډلو تر منځ سیالیو تل په خواله رسنیو کې د پاکستانیانو او هندیانو تر منځ تاوده بحثونه را پارولي دي.
تېره ورځ شاهد اپریدي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي ''هند ښه لوبه وکړه، اوس د مهمې لوبې انتظار کېږي. پاکستان لوبډله باید زغم پر ځای وساتي او له تمرکز سره لوبه وکړي او هو، یوه بله بریا! ''
پاکستان تراوسه په ۵ اورو کې ۳۱ منډې جوړې کړې دي.
د هند کپتان کولي پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي کوي. دغه لوبه په لندن کې روانه ده. دا لومړی ځل دی، چې پاکستان دغو سیالیو پایلوبې ته رسېږي. پاکستان له دې مخکې درې ځله دغو سیالیو کې لوبه کړې، خو پایلوبې ته نه دی رسېدلی.